واشنګتن وي او اې نيوز باختر دزمري اتلسمه :
دامريکا دلاس انجلس ښار دختيځ په يوه دښته کې اورلګيدنه ددې سبب شوه
چې دکلفورنيا ايالت داور وژنې مسوولين لارښونه وکړي چې دلاس انجلس په څو کيلومترۍ واټن کې د دريو کوچينو ښارونو په سلګونو تنه اوسيدونکي له خپلو کورونو څخه ووځي.
ددغې اورلګيدنې په بهيرکې څه ناڅه درې تنه زيانمن شوي دي چې دوه تنه يې داور وژنې کارکوونکي وو.
2 د یوې دقیقې څخه لږ