سیاست

حوا علم نورستاني : يواځې دبايمتريک رايې دانتخاباتو کمېسيون ته معتبرې دي .

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون رييسې نن  په يوه خبري غونډه کې يوځل بيا ټينګاروکړ  چې دبايمتريک رايې  دغه بنسټ ته  اعتبار لري او معتبرې دي .
  داپه داسې حال کې ده چې دجمهوري رياست دانتخاباتو يوشمېر نوماندانو دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون په کړنو په اعتراض سره  له بايمتريک پرته  رايو په باره کې  اندېښنه څرګنده کړې ده .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،   دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون  رييسې  حوا علم نورستاني  چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه  چې دانتخاباتو دپايلو دراټولولو لپاره له دوو اوونيو راپديخوا دڅلور ديرشو ولايتونو لپاره درايو  دپلټنې  اوبيا شمېرنې  په لاره کې هڅې دوام لري .
  نورستاني زياته کړه  چې دلړم له  ١٨ نېتې څخه تر نن پورې په شلو ولايتونوکې درايو دبياشمېرنې بهير  پيل شوى  دى چې په بادغيس ولايت کې دغه بهير پاى ته رسېدلى دى او په څوارلسو ولايتونوکې  ديوشمېر انتخاباتي ډلو  داعتراض له امله  ځنډيدلى دى .
  نورستانى وويل : دراى ورکولو په  ٨٢٥٥محلاتو کې ، تخنيکي ستونزې  مشخصې شوي دي  او کمېسيون پريکړه کړې ده  چې ددغو محلاتو رايې دې بيا وپلټلې شي  او وشمېرلې  شي .  ستونزې  ددې سبب شوي دي  چې دپايلو داعلام په تقويم کې  ځنډ رامنځته شي .
هغې زياته کړه  چې اوس موږ  درايو دبيا شمېرنې دبهير په پړاو کې يو او دجمهوري رياست دانتخاباتو له ټولو نوماندانو او له اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه کوم  چې کمېسيون ته وخت ورکړي  او په دې بهير کې دې له موږ سره همکاري وکړي  چې وکولاى شو درايو له پلټنې او بيا شمېرنې وروسته ،  درايو داعتبار اويا  ابطال په باره کې  تصميم ونيسو .
داپه داسې حال کې ده چې دجمهوري رياست دانتخاباتو دنوماندانو شورا خبر دارى  ورکړى دى   که چيرې  دانتخاباتو کمېسيون درايو دپلټنې  اوبيا شمېرنې بهير ونه ځنډوي او دانتخاباتو پايلې دتقلبي رايو  پربنسټ اعلام کړي  ،  هېواد به  دبحران په لور لاړ شي .
دغه راز  دريو انتخاباتي ډلو ،  درايو دبيا شمېرنې بهير تحريم کړى دى .
  ختم_ف  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته