امنیت

په هرات کې ديولړ چاودنو مخنيوي

کابل باختر د غبرګولي دريمه :
  په هرات ولايت کې دڅو چاودنو مخه ونيول شوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې، امنيتي مامورينو نن سهار دپشت رود او کهسان ولسواليو په  ګڼ ميشتو  لار کې شپږ ماينونه  کشف او شنډ کړل .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه ماينونه دسيمې دخلکو  په همکاري دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړاى شول  .
ده وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين  ښخولو مسوول وبلل  ويې ويل:  ددغې پيښې دعالمينو دپيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې  پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته