امنیت

په فراه کې دماين دچاودنې له امله دنهو تنو ملکي وګړومرګ ژوبله .

کابل باختر  دثور پنځلسمه
په فراه ولايت کې دماين دچاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول .
  په دې پيښه کې څلورتنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
چاودنه نن سهار داوو بجو په شاوخوا کې دخاک سفيد ولسوالۍ په کرغنه سيمه کې هغه وخت وشوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ  يو موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى  ماين وخوت .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمان ژوندى  باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه  ديوې ښځې په  ګډون ديوې کورنۍ څلور تنه غړي ووژل شول پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
  ويل کيږي چې په ټپيانو کې دوه تنه ماشومانو هم شته .
دفراه دوالي ويندوى وسله وال طالبان  ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينوددغې پيښې دعاملينو د پيژندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
په همدې حال کې دفراه ښار په مرکزي روغتون کې ډاکترانو ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
  په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتولارو کې دماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته