امنیت

په باميانو کې يوولس تنه وسله وال طالبان دسولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر دچنګاښ اتلسمه :
  قوماندان قاري وکيل له خپلو لسو تنو افرادو سره پرځمکه دخپلو وسلو په ايښودلو سره پرون په باميانو ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شو .
دباميانو والي محمد طاهر زهير دباختراژانس خبريال ته وويل چې دقاري وکيل  دقوماندانۍ دغې يوولس کسيزې ډلې وسله والو طالبانو دبغلان ولايت دتاله اوبرفک  په ولسوالۍ کې فعاليت کاوه چې دسولې له بهير سره يوځاى شول 
دباميانو ولايت دسولې دکميټې رييس محمد صادق علي يار  دسولې له بهير سره  ددغو طالبانو پيوستون ته ښه راغلاست ووايه او ددولت  له نورو وسله والو مخالفينو څخه يې هم وغوښتل چې دسولې له بهير سره يوځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته