ټولنه

په کاپیسا کې د قران کریم یوشمېرحافظان د فراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل / د لړم / ۱۱ / باختر
د قرانکریم ۱۵ حافظان پرون په کاپیسا کې د عبدالاحد روحاني له دارالحفاظ څخه فارغ شول.
د کاپیسا د اطلاعاتواوفرهنګ رییس مولوي کریم الله وثیق باخترآژانس ته وویل چې دغه ځوانان له کوم اندېښنې او امنیتي ستونزې پرته قرانکریم حفظ کړل.
هغه وویل چې اسلامي امارت هلې ځلې کوي چې دوی ته د زده کړې په برخه کې ښه زمینه برابره کړي.
له بلې خوا هم د کاپیسا د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مرستیال مولوي اکمل امین زی د پوهنې ریاست د نورو علومو په ځانګړي ډول د دیني علوموزده کړې ته د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه او ويې ویل چې په دغه ولایت کې به په بېلابېلوبرخوکې د ځوانانو زده کړې دوام مومي.
دغه راز د دغه دارالحفاظ مدیرقاري غلام فاروق احمدي هم وايي چې اوس ۱۰۳۱ زده کوونکي په دې دارالحفاظ کې د قرانکریم په حفظولو بوخت دي.
او د دغه دارالحفاظ له تاسیس څخه تراوسه څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه فارغ شوي دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته