ټولنه

دبلخ اوسيدونکي دبرېښنا لګښت له لوړې بيې څخه شکايت کوي

مزارشريف/ د لړم ٢٧مه / باختر :
د بلخ ولايتي شورا او خلک د برېښنا لګښت له لوړې بيې څخه شکايت کوي او له مسوولينو څخه غواړي چې په دغه ولايت کې د برېښنا بيه ټيټه کړي.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ د بلخ دولايتي شورا غړي او يوشمېرخلک وايي چې له څوکلونو را په دې  خوا په دغه ولايت کې  دبرېښنا لګښت دنورو ولايتونو په تېره بيا دکابل په نسبت لوړه ده .
هغه وويل :  په بلخ کې د يو کيلوواټ  برېښنا بيه ٥/٦  افغانۍ ده او له مسوولينو څخه  غواړې چې  په ټول هېواد کې د برېښنا د لګښت بيه يوشان شي.
دبلخ دولايتي شورا  مرستيال سيدعبدالله مسرور وايي چې دبلخ خلک ،ولايتي شورا اوپه ولسي جرګه  کې  دبلخ   دخلکو استازي په دغه ولايت کې دبرېښنا دلګښت  دکمښت په لاره کې هلې ځلې کوي چې مسوولينو ته قناعت ورکړي.
د بلخ د برېښنا  رياست سرپرست عبدالحميد په دغه ولايت کې د برېښنا دلګښت د بيې دزيات والي  په تاييدولوسره وويل چې دهېواد دبرېښنا لوى رياست يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې  لري چې په ټول هېواد کې دبرېښنا دلګښت بيه يوشان شي.
سره له دې چې د افغانستان داسلامي جهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني يوکال مخکې بلخ ته په خپل سفر کې ژمنه وکړه  چې د دغه ولايت د برېښنا د  لګښت دبيې دکمښت په خاطرغور او څېړنه کېږي  خو تراوسه پورې په دغه ولايت کې د برېښنا  لګښت په بيه کې  هېڅ راز بدلون نه دى راغلى .
پاى م ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته