امنیت

يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٣ :
دبغلان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو يو تن تيره شپه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ   له نشه يي توکو سره دمبارزې مدير سمونوال  نظام الدين نظام باخترآژانس ته وويل ؛ ددغه مديريت  منسوبينو  دپلخمري ښار دجنوبي دروازې دپلټنې په پوسته کې يو تن ونيوه.
ده زياته کړه  نيول شوى سړى  ٣٤ کيلوګرامه اپين او ٥ کيلوګرامه چرس   په يوه ډاينا موټر کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړى و اوله بدخشان ولايت  څخه يې  کابل ته ليږدول  چې دشمرق په کنترولي پوسته کې دپوليسو  له خوا ونيول شو.
ويل کيږي  دغه سړى  له موټر اونشه يي توکوسره امنيې قوماندانۍته  سپارل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته