سیاست

جمهورريیس غني د ناټو له ملکي استازي سره د مخه ښې کتنه وکړه

 کابل/ د غویي ۴ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کي سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې کتنه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه، جمهورريیس غني په افغانستان کې لومړی د بریتانیا د سفیر په توګه او په وروستیو درېیو کلونو کې د ناټو د ملکي سفیر په توګه  د ماموریت پر مهال د ښاغلي نیکولاس کي هڅې وستایلې.
د ناټو ملکي سفیر نیکولاس کي د جمهورريیس د ملاتړ او د افغانستان د نیکو اړیکو مننه وکړه ويې ویل: موږ له افغان حکومت سره په ګډه د ستونزو پر وړاندې مبارزه کړې ده.
هغه په افغانستان کې د پرمختګونو یادونه وکړه ويې ویل: کله چې په ۲۰۱۴ کال کې تاسو د جمهورريیس په توګه مسوولیت پر غاړه واخیست، په اقتصادي او په ځانګړي ډول په امنیتي برخو کې ستاسو پر وړاندې ډېر خنډونه وو، خو تاسو په خردمندانه رهبرۍ وکولای شول پر دغو ستونزو بریالي شئ او افغانستان په یادو برخو کې ښه پرمختګونه ولري.
نیکولاس کي زیاته کړه: ناټو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په ځانګړي ډول د هغوی روزنې او تخنیکي همکاریو او همداراز له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د ناټو ملکي سفیر وویل: زه باوري یم چې تاسو په خپل غوره مدیریت او رهبرۍ کولای شئ له کرونا ویروس څخه پر رامنځته شویو ستونزو بریالي شئ او د سولې پروسه او سیاسي مسایل ستاسو په مدیریت او د سیاسیونو په مشارکت بریالي کېدای شي.
د دې کتنې په پای کې، جمهورريیس غني د ناټو ملکي سفیر ته د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل: افغانستان له نږدې ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او لېوالتیا لري له هغوی سره ګډ کار وکړي، ترڅو پر هغو ستونزو چې موږ او د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول د غذایي خوندیتوب په برخه کې ورسره مخ دي، بریالي شوو.#
پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته