کابل/ د وري١٧ مه / باختر
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د يوې غونډې په ترڅ کې د حلقوي سړک او د کابل ښار د نویو نښلونکو سړکونو د جوړولو طرحه و ارزوله.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په غونډه کې کابل ښاروال د انکشافي پلانونو په ترتیب او تطبیق او د ښار په بېلابېلو زونونو او لویو نقطو کې د یو شمېر نښلونکو سړکونو د جوړولو د پلان پر تطبیق ټینګار وکړ.
دغه راز په دې غونډه کې د کابل ښار د حلقوي سړک او یو شمېر نورو سړکونو د جوړولو او د استملاک چارو د پرمختګ په اړه هم خبرې وشوې.
کابل ښاروال له ۳۱۵ څخه تر شاه توتک غاښي پورې د خیرخانې د بدیل سړک د ډیزاین لپاره د عملیاتي پلان د چمتو کولو په برخه کې د تخنیکي څانګو فعالیتونه و ارزول او د لوړ ظرفیت په ځانګړي ډول د ښاري پراختیا په ښه مدیریت یې ټینګار وکړ.
کابل ښاروال د هر اړخیزو او بشپړو پلانونو او برنامو د جوړولو په برخه کې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د معیاري طرحو د بشپړ دقت ترڅنګ باید د عمل سرعت په پام کې ونیول شي تر څو پلانونه ډېر ژر د تطبیق وړ وګرځي.
\ ذ