ټولنه

په تخارکې اړو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د تخار ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې په ١٩٠ بېځايه شويوکورنيو نغدې پيسې او خوراکي توکي وويشل شول . د تخار والي ډاکترفضل الله مجددي باختر آژانس ته وويل چې په هرې کورنۍ دوه زره افغانۍ او په هرې ٣٧ نورو کورنيو شپږ زره نغدې پيسې د (اکتيد) موسسې له خوا وويشل شوې . دغه راز د خوړو د نړيوال سازمان د دفتر او د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتون د سازمان د عالي کميشنرۍ له خوا په دغو کورنيو يوه اندازه خوراکي توکي هم وويشل شول. ويل کيږي ٤٠٠ نورې راستنې شوې کورنۍ هم په دغه ولايت کې د مهاجرينو د راستنولو چارو د ادارې له خوا سروې شوې او ډير ژر به په دوى خوراکي توکي وويشل شي . پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته