ټولنه

د کابل په شمال کې د مسافر وړونکو وسايطو تمځاى پرانيستل کېږي

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۵مه
د کابل په شمال زون کې د مسافر وړونکو ترانسپورتي وسايطو تمځاى په نږدې راتلوونکي کې پرانيستل کېږي .
په دغه تمځاى کې د مسافرو د آسانتياوو لپاره جومات، کلينيک، د انتظار خونه،   دُکانونه او د ټکټونو پلورنځي جوړ شوي دي.
د ترانسپورت وزارت وياند حکمت الله قوانچ چې په دې باب يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې، وويل چې دغه تمځاى يا ترمينل په دوو کلونوکې د يوه خصوصي شرکت له خوا جوړ شوى دى او د دغه شان تمځايونو د جوړولو اساسي هدف مسافرو او د مسافر وړونکو ترانسپورتي شرکتونو ته د لازمو آسانتياوو برابرول دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته