سیاست

جمهور رئیس کرزي د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل – باختر د وږي د مياشتې ١٥مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د آلمان د بهرنیو چارو له وزیرښاغلي شټاین مایر سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې د ارګ په حرم سرای کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو، د افغانستان او آلمان ترمنځ د همکاریو د دوام او د یو شمېر سیمه يیزو او نړیوالو موضوع ګانو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې جمهوررئیس کرزي یو ځل بیا هیله څرګنده کړه چې دواړه نوماندان په شوي سیاسي توافق عمل وکړي او د افغانستان خلک له اوږده انتظار وروسته د خپل منتخب جمهوررئیس او نوي حکومت خاوندان شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته