روغتیا

په روزګان کې تړل شوي روغتيايي مرکزونه بيا پرانېستل شول

-ترینکوټ باخترد ليندۍ د میاشتې ۱۹ مه
په روزګان ولایت کې له دوو مېاشتو وروسته تړل شوي روغتونونه بيا پرانېستل شول.
سيمه ييز روغتياپالان وايي چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې وسله والو مخالفانو په دغه ولایت کې ۵۹ روغتيايي مرکزونه هغه مهال وتړل چې اړوندو مسولینو يې غوښتنې ونه منلې.
خو اوس په مرکز ترینکوټ کې د ولایتي روغتون مشر امین الله توخی خبر ورکوي، چي وسله والو طالبانو ورته د ټولو روغتيايي مرکزونو د بیرته پرانېستلو اجازه ورکړې ده.
توخی زیاتوي چې روغتيايي مسوولینو د وسله والو  طالبانو هغه غوښتنې چې د خلکو په ګټه دي او له امله يې روغتيايي مرکزونه تړل شوي وو، تر يوه بریده له مخالفانو سره منلي دي.
توخی وايي چې ډير ژر به ټول روغتیايي مرکزونه په بشپړ ډول فعال او خلکو ته به خپل خدمات په عادي بڼه وړاندې کړي.
شاوخوا اتلس ورځې مخکې په دغه ولایت کې د افغان روغتیايي او پرمختیايي خدماتو ټولنې ولایتي دفتر هم د دغو لاملونو له امله تړل شوی و، خو د مسوولینو په وینا دغه دفتر هم بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.
له بلې خوا د سیمې اوسيدونکي د روغتيايي مرکزونو په بيا پرانېستل کېدو خوښي څرګندوي او له وسله والو مخالفانو څخه غواړي چې د خپلو ګټو لپاره د عامو خلکو ستونزې دوه برابره نه کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته