ټولنه

په غور کې د ۱۵ کیلو متره سړک د جوړولو کار پیل شو

کابل / د غويي ٢٤مه / باختر
د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوې ټولګټې پروژې د عملي کولو کار پرون پیل شو.
د غور د کلیو د بیارغاونې او پراختیا رییس انجنیر محفوظ الله فکور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د ساحوي انسجام د ملي پروګرام له لارې او د خلکو په ١٠ سلنې وندې سره، د څه دپاسه ۳۳ میلیونو افغانیو په لګښت د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې ۱۵ کیلو متره سړک جوړېږي.
د ۱۵ کیلو متره سړک د جوړولو ترڅنګ، ۶۷ پُلګوټي او ۵۰ متره استینادي دېوال هم جوړېږي.
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک په جوړېدو سره، د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د څه دپاسه ۳۵ کليو د اوسېدونکو په تګ راتګ کې آسانتیاوې برابرېږي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته