نړۍ

د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي د محمد مرسي د اعدام په حکم کې د مصر د بيا کتنې غوښتنه وکړه

نيويارک- ايرنا – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٧
د ملګرو ملتو دسازمان سرمنشي بان کي مون دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي په ګډون د سلو تنو سياسي تورنوکسانو د اعدام د ډله ييز حکم د صادريدو له امله په خواشينۍ سره وويل چې له ډله ييزو محاکماتو وروسته ددغه شان حکمونو صادرول به په دغه هيوادکې د اوږمهال ثبات لرليد له خطرسره مخامخ کړي.
د ملګرو ملتو د سازمان دسرمنشي وياند استيفان دوجاريک پرون دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي او د دغه هيواد سلو تنو نورو تورنوکسانو د اعدام د حکم په نسبت د دغه سازمان د سرمنشي د دريځ په باب د خبريالانو پوښتنې بې ځوابه پريښودې .
ده څوشيبې وروسته د نوې خبرتيا په صادرولو سره خبريالانو په خطاب کې وويل چې دغه خبر په ژوره توګه د بان کي مون د انديښنې سبب شوى دى او زياته يې کړه چې د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي چې تل د اعدام له مجازاتو سره مخالف دى؛ د مصر له مقاماتو څخه يې غوښتي دي چې د سياسي او مدني حقوقو د نړيوال تړون د اختياري پروتوکول په لاسليک کولو سره ددغو حکمونو اجرا کول وځنډوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته