کابل باختر د تلي شلمه :
په قندهار ولايت کې نن غرمه ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه دقندهار _ کابل دلويې لارې په اوږدوکې هغه وخت رامنځته شوه چې يومسافروړونکي موټر دزيات ګړنديتوب له امله له واټ څخه ووت چې له امله يې دموټر شپږ تنه سپرلۍ ټپيانې شوې .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دپيښې ټپيان دقندهار ميرويس روغتون ته ليږدول شوي دي او روغتيايي مسوولينو دڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
دقندهار دترافيکو امر دپيښې درامنځته کيدو علت دموټر چلوونکي ګړنديتوب اوبې احتياطي بللى دى .