امنیت

په تخار کې پنځه تنه د غلا په شک ونيول شول

 کابل / د زمري ١۷مه / باختر
د تخار پوليسو پرون پنځه کسان په دغه ولايت کې د غلا په تړاو ونيول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ منسوبینو دغه کسان د موټرو او موټرسايکلونو د غلا په شک د دغه ولايت د تالقانو ښار او د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
له نيول شويو کسانو څخه يو سراچه موټر او دوه غلا شوي موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.
د يو بل خبر له مخې: 
د بلخ د ځانګړې قطعې پوليسو يو کس د دغه ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسلو د قاچاقو په اړوند ونيو.
له نيول شوي کس څخه ٦ تومانچې،١٠ شارژورونه، ١٤٣ ګولۍ، د پيکا٧٠ ګولۍ، دوه جوړې پوځي جامې، دوه مبايلونه او جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
پاى   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته