ټولنه

د کابل ښاروالۍ کمېسیون رییس د ښاري پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ

کابل / د تلې ۱۷مه / باختر
د کابل ښاروالۍ کمېسیون رییس مولوي حمدالله نعماني په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سکان دفتر (هبیتات) له عمومي رییس فرنان ریز کروس او د دغه دفتر له نورو همکارانو سره په غونډه کې د ښاري پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې په آنلاین ډول جوړه شوې وه؛ د کابل ښاروالۍ د کمېسیون رییس د دغه دفتر مخکېني فعالیتونه وستایل او هیله یې وکړه چې دغه دفتر خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي او د نویو ټولګټو پروژو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
دغه راز د «هبیتات» دفتر رییس او همکارانو د نیمګړو پروژو د بشپړولو او له کابل ښاروالۍ سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه او همدارنګه یې د پروژو پر وړاندې د شته ستونزو په له منځه وړلو کې د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
مولوي حمدالله نعماني د پروژو د پلي کولو په لاره کې هغوی ته د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې کابل ښاروالي له هغو بنسټونو او موسسو سره چې غواړي د ښار په آبادۍ او پراختیا کې له دې ادارې سره مرسته وکړي، پوره همکاري کوي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته