امنیت

د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونوله امله دريو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د افغانستان په ختيځوسيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونو تېره شپه هم د پخوا په شان په بې ساري ډول دوام وموند.
ددغو بريدونو په بهيرکې دکونړ او د نورستان د ولايتونوپه ځينو سيمو د پاکستانې پوځيانوله خوا په لسګونو توغول شوي توغندي ولګيدل او له امله يې يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
په کونړ ولايت کې يو سيمه ييز مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل: د پاکستاني
پوځيانوله خوايو توغول شوى توغندى د استوګنې په يو کور ولګيد چې يو ملکي
وګړى پکې شهيد شو.
په همدې حال کې دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل وويل چې دپاکستاني پوځيانوله خوا٢٦ توغول شوي توغندي د دانګام او شيګل د ولسواليو په مربوطاتوکې لګيدلي دي.
دغه راز د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان وايي چې د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ په ځينو سيمو ددغو توغول شويو توغنديو د لګيدوله امله د استوګنې څو کورونه ويجاړشوي دي.
ده دغه راز په  نورستان کې د دغو توغنديو د لګيدو له امله ديو ماشوم په ګډون
د دوو تنو ملکي وګړو ټپي کيدل تائيدکړل.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې او د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونوله زياتوالى وروسته په لسګونو کورنۍ له خپلوکورونو څخه وتلو ته اړې شوې دي.
دباخترآژانس خبريال چې دختيځو ولايتونو ځينې سيمې  چې د پاکستاني پوځيانو  توغندي پرې لګيدلي دي، کتلې دي وايي: ددغو سيمو اوسيدونکي په دولت په نيوکې سره وايي:
کلونه کلونه کيږي چې پاکستان له کوم دليل پرته د افغانستان په خلکو راکټي بريدونه کوي خو دولت دخپلو بيوزلو خلکو د روا حق دفاع نه کوي او چوپه خوله يې غوره کړې ده.
د ترلاسه شويو ارقامو له مخې: د تيرو دريو کلونو په بهيرکې د پاکستاني پوځيانو
له  خوا څه ناڅه ١١ زره توغندي د افغانستان په ختيځوسيمو توغول شوي دي چې ګڼ شمېرخلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان پوځي او ډيپلوماتيکي مقاماتو تراوسه پورې په افغانستان خپلو راکټي بريدونو ته څرګند دلايل نه دي وړاندې کړي.
دپاکستاني پوځيانو دغه يو اړخيز راکټي بريدونه تراوسه پورې د افغانستان د دولت او د مدني او د بشري حقوقو د ټولنو له غبرګونوسره مخامخ شوي دي، خو دغو غبرګونونو تراوسه پورې کومه مثبته نتيجه نه ده ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته