امنیت

لس طالبان په کونړ کې ووژل شول

٣٢-اسعداباد / دسلواغۍ / ۸ /باختر
لس وسله وال طالبان په کونړ کې په هوایی برید کې ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دغه طالبان تېره شپه د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د پوځیانوپر یوې پوستې برید ته چمتو کېدل چې هوایی قوتونو پر دوی برید وکړ.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه هوایی برید کې د طالبانو د ډلې١٠ غړي ووژل شول .
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
د یو بل خبر له مخې، پوځیانو په کونړ کې د ١٠ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله .
د دغو ماینونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته