امنیت

د هرات – فراه د لوى لارې د قوماندان پرخلاف د خلکو مظاهرې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
خلکو په هرات ښارکې د مظاهرو په کولو سره د فراه – هرات د لوى لارې د قوماندان د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
دوى وايي چې د دغه قوماندان افراد تل په دغه لاره کې له خلکو، مسافرو او موټر چلوونکو څخه په زوره پيسې اخلي.
مظاهره کوونکو نن د فراه د والي د دفتر په وړاندې په راټوليدو سره له دولت څخه وغوښتل چې د فراه – هرات د لوى لارې قوماندان خدايداد له کاره ګوښه کړي.
يو تن مظاهره کوونکى مجيب الرحمن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې جنرال خدايداد او د هغه افراد هره ورځ له خلکو، مسافرينو او له موټر چلوونکو څخه چې د فراه – هرات په لويه لاره کې تګ راتګ کوي؛ په زوره پيسې اخلي.
جنرال خدايداد دغه تورونه ردوي او مظاهره کوونکي هغه افراد بولي چې په فراه کې په لسګونو غلاو او لوټماريوکې لاس لري.
په همدې حال کې د فراه ولايت يو سيمه ييز مسوول وايي چې د مظاهره کوونکو د ادعاګانو د څرنګوالي د څيړنې لپاره يو هيئت د فراه – هرات لوى لارې ته استول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته