ټولنه

تصبره

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :
پرون دوږي دمياشتې ديرشمه دسولې له نړيوالې ورځې سره برابره وه . چې دجګړې په بندولواودبشريت پرخلاف دهررازتاوتريخوالي په له منځه وړلوباندې ټينګار کوي اود بشري حقوقورعايتول يواصل بولي .
دباخترآژانس مبصرليکې :
پرون دوږي دمياشتې ديرشمه دسولې له نړيوالې ورځې سره برابره وه .
دغه ورځ دانساني ژوندانه ، درک اوزغم لپاره دبشريت دژمنې څرکندويه ده . دسولې نړيواله ورځ دې کارته دبشري ټولنې دهرکلي ويل دي چې بشريت له جګرې ،تاوتريخوالي ، زورزياتي ، دوسلو له کارولو ، ترور، چاودنې ، اوله بنسټپالنې څخه بيزاره دى .
دغه ورځ به ددې زمينه اومکان وي چې دخاورينې کرې اوسيدونکي خپل هغه منطقي مطلب اومقصدچې هماغه د انساني ارزښتونو اومقام ساتنه ده ، بيان کړي اوسوله پالنې ته دخپل کارپه لارښودکې ځاى ورکړي . ځکه موږهغه نسل يوچې دزياتو ناخوالوشاهدان يو. دبهرنۍ جګړې اوناخوالو ناوړه او منفي عوارض او اغيزې مو زغملې دي .
نننى نسل دهغې ښې ټولنې يوه برخه ده چې دزياتو ناخوالواو پيښوشاهده ده چې کولاى شي هغه په تاريخ کې ثبت کړي .
دسولې نړيواله ورځ دسوله غوښتنې لپاره مناسب وخت دى اوداکارهغه وخت شونى کيداي شي چې موږ يعنې بشري ټولنه وغواړواو وکولاى شودهغو شخړواو ناخوالو اصلي عوارض چې په دې کره کې انساني ټولنې ورسره مخامخې دي ، وپيژنواو دهغودحل کولو لپاره ځان چمتوکړ و.
صادقانه اوانساني ژمنه وکړوچې دارزښتونو په نسبت پابنديواو سليقوي غرضونه اوهدفونه يوې خواته پريږدو، يوبل پيژنواووزغمو اوهيوادونه له زورزياتي اوپه يوبل دنفوذ له عملي لوکوڅخه ډډه کوي .
هيره دې نشي چې په سوله کې ډيرسترارزبنت دبشردحقوقوپه رعايتولو باندې ژمنه ده چې بايد هيوادونه اودخاورينې کرې اوسيدونکي هغه درک کړي اودناخوالو ، جګړواودښمنيو دمخنيوي په مقصددهغوانساني ضدنظامونو څيرې چې اوس اوپه تيرووختونو کې په ځينوټولنو واکمن و،دهغوى له تاريخ سره بلدکړوچې سوله ديوې ضابطې اوقاعدې په توګه په انساني اړيکوکې خپل ځاى پيداکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته