خبرونهاقتصاد

په تخار کې د پيازو او پټاټو ۳۱ زېرمې پرانیستل شوې

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د تخار په خواجه غار او بهارک ولسواليو کې د پيازو ۲۵ او د پټاټو ٦ زېرمې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د تخار د کرني او اوبولګولو رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنيزو محصولاتو د مديريت پروګرام له لارې د ١۵۷ میليونو افغانيو په لګښت څه دپاسه ۲۶۰نوې کرنيزې پروژې پيل شوې دي.
په دغو پروژو کې د پيازو د١۵٠زېرمو، د پټاتو د۱۰۰ زيرمو او د ميوو او سبو د ١٥سړو خونو جوړول شامل دي چې د تخار په١٤ولسواليو کې پلې کېږي.
ختم-شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته