سیاست

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا: د اسلام له نظره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ له شک پرته د شهادت مرګ دی

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې په اعلامیه کې وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د دین، وطن، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت لپاره مبارزه کوي او قرباني ورکوي چې د اسلام د مقدس دین له نظره له شک پرته د دوی مرګ د شهادت مرګ دی.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې پرون له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف هم حضور درلود او د یادې شورا اعلامیه مولوي غلام رباني رحماني ولوستله.
په دې اعلامیه کې څرګنده شوه،له بده مرغه ځینې خلک د وطن د دښمنانو د منفي تبلیغاتو تاثیر لاندې دي او د هېواد په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو له وېرې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د منسوبینو د جنازې په مراسمو کې لږ ګډون کوي. د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا له مسلمان او مجاهد ملت غواړي چې د یادو شهیدانو د جنازې په مراسمو کې په پوره اهتمام ګډون وکړي او د دښمنانود مغرضانه تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي.
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا په دې اعلامیه کې د هېواد جمهور رئیس څخه هیله وکړه چې د دیني او ملي وظیفې د ترسره کولو په موخه او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مقام او سرښندنو د قدرداني په خاطر دې د سرتېرو او افسرانو حقونه او امتیازات د هغوی له شهادت وروسته قطع نشي او د اړتیاو تر رفعه کولو پورې دې د شهیدانو کورنیو ته په ابرومندانه توګه رسیدګي وشي.
همدارنګه هغوی څرګنده کړه، ټولو صوتي، تصويري او چاپي رسنیو ته دې لارښوونه وشي چې په خپلو نشراتو کې د هغوی لپاره د شهید اصطلاح وکاروي.
د عالمانو سرتاسري شورا د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو شپو کې په مدینه منوره کې تروریستي برید وحشیانه عمل وباله او هغه یې په سختو ټکو وغانده او له اسلامي هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې د (انماالمؤمنون اخوة) یقیناً مومنان سره وروڼه دي د دې په اساس دې په اتحاد او ورورلي د ترهګري د اصلي مرکزونو رېښې وباسي او د هغو په نابودۍ کې دې موثر اقدامات وکړي.
د عالمانو شورا اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې په جنګ کې ښکېل هر لوری چې د سولې پرځای جنګ ته ارزښت ورکوي، نو د خدای تعالی او ملت په نزد د هغه مسوولیت دروند دی، ځکه موږ ټول مسلمانان یوو او اسلام مو د یو نظام په توګه د ژوند په ټولو ابعادو کې منلی دی، نو پر همدې بنا له دې حقیقت څخه انکار نشو کولای چې د خپلمنځي جنګونو مسوولیت چې مسلمان په کې وژل کېږي په جنګ کې د ښکېلو ډلو د رهبرانو په غاړه دی او هغوی له دې مسوولیت څخه خپلې اوږې نشي سپکولی.
شورا د خپل اسلامي مسوولیت په اساس په جنګ کې ښکېلو خواو څخه غوښتنه کوي چې په دې مظلوم ملت رحم وکړي او د مذاکراتو له لارې د جنګ ختمولو او د سولې په تامین کې اقدام وکړي.
جمهور رئیس غني د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا د اعلامیې له اورېدلو وروسته د هغوی له جامع اعلامیې څخه د مننې په ترڅ کې وویل، تاسو په دې اعلامیې سره هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو مرتبه او هم د هغوی قربانۍ په پام کې نیولې دي.
محمد اشرف غني وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو جدول ترتیب شوی دی او زه شخصاً هره میاشت د هغوی د حقونو د تادیې د څرنګوالي څارنه کوم. هغه زیاته کړه، ملي تدارکاتو کمیسیون چې په ملي دفاع وزارت کې کومې پیسې سپمولي په هغو به د یادو شهیدانو کورنیو ته د استوګنې کورونه جوړ شي.
جمهور رئیس د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو د ټپیانو درملنې ته د دولت پاملرنې ته په اشارې وویل، زه هر کال د شهید سردار محمد داوودخان روغتون څخه له لس څخه تر پنځلس ځله پورې څارنه کوم او لارښوونه مې کړې ده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د درمنلې لپاره دې له ښې او قېمتي دوا څخه استفاده وشي.
جمهور رئیس غني وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د انتقال په برخه کې پخوا زیاتې ستونزې وې، خو اوس هره ورځ د هغوی د انتقال په برخه کې اقدام کېږي.
جمهور رئیس وویل، د هېواد د پنځو تاریخي او عمده جوماتونو د ترمیم او احیا لپاره بودجه ځانګړې شوې او لارښوونه مې کړې چې په لویو لارو کې په مناسبو واټنونو دوه پوړیز جوماتونه چې یو پوړ یې د ښځو او بل یې د نارینه و لپاره وي جوړ شي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، د هر ولایت مرکز کې چې جامع جومات نه وي په راتلوونکي کال کې به هلته جامع جومات جوړ شي.
جمهور رئیس په سعودي عربستان په ځانګړي ډول د نبوي (ص) حرم ته نږدې وروستي تروریستي برید ته په اشارې وویل، دې برید د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ټکان ورکړ . هغه وویل، افغانستان او سعودي عربستان د تروریزم په ځانګړي ډول د داعش پر ضد یوه ګډه هڅه پیل کړې او په دې برخه کې باید د ټولو اسلامي هېوادونو دریځ یو برابر وي.
جمهور رئیس په هېواد کې د سولې او ثبات تامین ته په اشارې وویل، سوله د اوبو او هوا په څېر ده چې ټول خلک سولې ته تږي دي. خدای (ج)شاهد دی چې په هېواد کې د سولې د تامین لپاره مې هره دروازه ټکولې او یو ځل بیا ټینګار کوم چې د سولې دروازې پرانیستې دي، خو باید څرګنده شي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته څوک د جنګ په ډګر کې ماته نشي ورکولی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته