کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٩ :
د کندز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يرغليز بريد د امنيتي ځواکونوله خوا په شا وتمبول شو.
د کندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدقسيم جنګلباغ د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو پرون سهار د دغه ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ يرغل وکړ چې له نيکه مرغه د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او د سر دروند زيان يې وزغمه.
جنګلباغ زياته کړه: دطالبانو او دافغان امنيتي دفاعي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د وسله والو طالبانو د يوه مشهور قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: د اړتيا وړ کومکي ځواکوانه د قلغه ذال ولسوالۍ ته استول شوي دي او دطالبانو بريد په شاتمبول شوى دى .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې د پوليسو يوازې څلورتنه سرتيري برسيرن ټپي شوي او د هغوى روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى.
0 1 دقیقه لوستل