اقتصاد

ازبکستان له افغانستان سره خپله پوله وتړله

کابل/ د کب ١٢ مه/ باختر   
ازبکستان له افغانستان سره خپله پوله د تګ راتګ پرمخ وتړله.
مسافرانو نن سهار د حيرتانو بندر له لارې ازبکستان د تلو اجازه ترلاسه نه کړه.
دغه اقدام د ازبکستان مقاماتو ازبکستان ته د افغانستان له لارې د کرونا ويروس د لېږدونې د مخنيوي په دليل نيولى دى.
د بلخ د والي وياند منيراحمد فرهاد له باختر آژانس سره په اړيکه کې د حيرتانو بندر تړل کېدل تائيد کړل او ويې ويل چې ازبکستان په افغانستان کې د کرونا ويروس د رامنځته  کيدو په  خاطر له دغه هېواد سره خپله پوله تړلې ده.
د افغانستان او ازبکستان د پولې تړل والى د دې سبب شوى دى چې زرګونه مسافر او  لسګونه تجارتي کاروانونه د پولې په دواړو خواوو کې بند پاتې دي.
احمد کامبېز له خپلې مېرمنې او بچيانو سره يې غوښتل ازبکستان ته لاړ شي؛ خو ازبک پوله ساتونکو هغه ته اجازه نه ده ورکړې.
هغه باختر آژانس ته وويل چې ازبکستان ويزه لري، خو ازبک پوله ساتونکي تاشکند  ته د ده د ورتګ مخه نيولې ده.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته