کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
دبغلان ولايت پوليسو نن يو غلا کړى شوى موټر ترلاسه او خاوند ته يې وسپاره .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه موټر سراچه ډوله و چې تيره شپه غلو دپلخمري ښار دلومړى ناحيې په مربوطاتو کې غلا کړى و او غوښتل يې مرکزي بغلان ته وليږدوي خو پوليسو دغه موټر ترلاسه کړ .
ده وويل غله له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي او پوليس ددوى د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې کوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ