انقره بي بي سي باختر د وږي دمياشتې ١٦ :
د ترکيې په جنوب ختيځ حکاري ولايت کې دکردستان د کارګرانو ګوند د ډلې په بريد کې د دغه هېواد د اردو يوشمېر سرتيري وژل شوي دي.
باختر آژانس دبهرنيوخبرځايونوله خولې خبر راکړ:
دکردستان د کارګرانو ګوند ياغي ډلې ( پي کاکا ) په يوه وينا کې ددغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.
د ترکيې رسنيو وويل چې د دغه هېواد صدراعظم احمد داوود اوغلو د امنيتي کابينې د بيړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
په عراق کې د پي کاکا په سنګرونو د ترکيې د اردو له بريدونو او تيره مياشت داور بند له ماتولو وروسته د دواړو لورو ترمنځ تاوتريخوالي زور اخيستى دى.
د پي کاکا په وينا کې ويل شوي دي چې پنځلس سرتيري وژل شوي او وسلې يې ضبطې شوې دي؛ خو د ترکيې حکومت د وژل شويو کسانو شمېر نه دى تائيد کړى.
د پي کاکا او ترکي ځواکونو ترمنځ جګړه کې تر اوسه پورې څه دپاسه ٤٠زره تنه وژل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل