جلال اباد / د چنګاښ / ۶/ باختر
پولیسو تېره شپه په ننګرهار کې ۶ کسان د جنایی جرمونو په اړوند ونیول.
نیول شوي کسان په غلا ،شوکمارۍ، د نشه یی توکو د قاچاقو او وژنې تورن دي .
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي دي چې دغه کسان د عملیاتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې په جلال اباد ښار او د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې ونیول شول.
پای / سعیده