ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې پنځه ديرش تنه ټپيان شول .

کابل باختر د سلواغې  څليرويشتمه :
دقندهار هرات په لويه لاره کې  دترافيکي پيښې له امله  د٣٠٣ ډوله مسافر وړونکي موټر  پنځه ديرش  تنه  ټپيانې شوې .
دغه پيښه  دقندهار _  هرات  دلويې لارې په اوږدو کې  دقندهار ولايت  دژيړى  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  رامنځته شوى دى .
دقندهار ولايت  دترافيکو مدير  سمونوال محمد الله خان دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو ٣٠٣ ډوله  مسافروړونکې  موټر چې له قندهار څخه  دنيمروز ولايت په لور روان و ،  له يو موټرسايکل سره  دمخامخ کيدو له امله  له تګلوري څخه واوښت او چپه شو .
ده زياته کړه  چې په دې پيښه کې پنځه ديرش تنه  چې  ښځې اوماشومان پکې دي  ټپيان شوي دي .
  ويل کيږي  چې له دغې پيښې وروسته ترافيکي ټيم سيمې ته واستول شواو دپيښې ټپيان  چې زياتره يې  برسيرن ټپيان شوي و   ددرملنې لپاره  روغتون ته وليږدول .
  ده زياته کړه  چې د ٣٠٣ ډوله موټر  چلوونکي  تښتيدلى دى او دهغه دنيولو لپاره  دپوليسو پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته