نړۍ

د افغان پناه غوښتوونکي د سپرلۍ لاري موټر په صربستان کې چپه شو

بلګراد باختر د چنګاښ  اتمه:
د افغان پناه غوښتوونکو د سپرلۍ لاري موټر چې زياتره يې افغانان دي؛ په صربستان کې چپه شوې او يوشمېر سپرلۍ ټپيانې شوې په همدې حال کې  د يونان پوليسو څو تنه انسان تښتوونکي نيولي دي.
دصربستان دولتي ټلويزيون خبر ورکړى دى چې په دغه هېواد کې د نهه ويشتو مهاجرينو دسپرلۍ يو موټر چپه شوى او زياتره مهاجرين پکې ټپيان شوي دي .
د دغه خبر له مخې: د صربستان په جنوب کې د يکشنبې په ورځ يوه ترافيکي پيښه رامنځته شوې ده شپږ تنه ټپيان د صربستان د نيش ښار د جنوب يوه روغتون ته وليږدول شول .
د صربستان د دولتي ټلويزيون دخبر له مخې: په دغه لاري کې زياتره پناه غوښتوونکي افغانان سپاره وو چې د پيښې له ساحې څخه د موټر له چلوونکو سره تښتيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته