سیاست

د جمهور ريیس غني د بیا انتخابېدو په مناسبت د حرمینو شریفینو د خادم په استازیتوب د مبارکۍ پیغام

کابل د کب ٢٦ مه باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني ته د جمهور ريیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د سعودي عربستان پاچا د حرمینو شریفینو د خادم ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په استازیتوب په کابل کې د یاد هېواد د استوګن سفیر له لوري د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
په کابل کې د سعودي عربستان استوګن سفیر جاسم بن محمد الخالدي په دغه پیغام کې لیکي: ”د اعلیحضرت د حرمینو شریفینو د خادم ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود (حفظه الله) په نمایندګۍ غواړم دروند جلالتماب ته مو د دوهمې دورې د بریا په پار د مبارکۍ ستر مراتب وړاندې کړم.“
په یاد پیغام کې لیکلي: ” دغه فرصت څخه په استفادې د سعودي عربستان حکومت او ولس د افغانستان لپاره خپلې نېکې هیلې او پرزوینې وړاندې کوي، الله (جل جلاله) دې دغه ورور هېواد ته امن، ثبات او سلامتیا ور په برخه او ستاسو د ریاست دوره دې په پرمختګ او هوساینې ښایسته کړي. “
د سعودي عربستان د پاچا او حرمینو شریفینو د خادم  د پیغام په پای کې لیکلي: ”جلالتماب ريیس  الله (ج) مو حافظ او ناصر شه او د دایمي امن او سلامتیا د نعمت څخه یې برخمن اوسئ.“
پاىع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته