سیاست

دجمهور رييس مرستيال دملګروملتودسازمان دپرمختيايي پروګرام له نوي رييس سره په کتنه کې: سيمه ئيزې ادارې ته دزيات رول ورګول او دهغې پياوړتيا دحکومت اساسي لومړيتوبونه دي .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
په افغانستان کې  دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي پروګرام  يو ان دي پي  نوي رييس  نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست له دويم مرستيال  قانونپوه سروردانش سره دصدارت په ماڼۍ کې  وکتل او ددغه نړيوال بنسټ   د راتلوونکو پروګرامونوپه باب يې څرګندونې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.  دجمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې دافغانستان له دولت سره په تيره بيا داساسي قانون دتدوين ، حکومتوالۍ  دقانون دواکمنۍ ، په وروستيو دورو کې دانتخاباتو دترسره کولو ، ددولت دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو او په جندر پورې  داړوندو مسئلو  په شان برخو کې دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي  پروګرام دهميشنيو همکاريو په ستاينې سره څرګنده کړه .
  دافغانستان ددولت په لومړيتوبونو کې يولړ پراخې  برخې شامليږي  خو هغه څه چې دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي پروګرام ددفتر له دندواوکاري صلاحيتونو سره متناسب  دي  له هرڅه څخه زيات دحکومتوالۍ په تيره بيا دسيمه ئيزې حکومتوالي  برخه ده .
ده ټينګار وکړ چې سيمه ئيزې ادارې ته دزيات رول ورکول هم دحکومت دکارونو بهير اسانوي او هم دانډوليزې  پرمختيا او په پاى کې دعمومي رضايت سبب کيږي .  قانونپوه سروردانش دغه راز وويل يوبل مهم لومړيتوب چې دافغانستان دولت يې په لټه کې دى او يو ان دي پي کولاى شي  په دې برخه کې  له موږ سره مرسته وکړي . دقانون واکمنۍ او دعدلي بنسټونو  اصلاح او پياوړتيا  ده .
ده څرګنده کړه چې په عدلي او قضايي برخه کې اصلاحات پيل شوي دي او هيله لروچې وکولى شو په دې برخه کې اغيزمن ګامونه واخلو .
دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل  په ښځو او  جندر پورې اړوندې مسئلې دملي وحدت دحکومت يوبل لومړيتوب دى او تراوسه پورې په دې برخه کې يو لړ اغيزمن ګامونه اخستل شوي دي چې له ښځو څخه دافغانستان دادارې دمشرتابه هيئت  ديوې برخې انتخاب په دې برخه کې دحکومت دغوڅ اقدام نښه نښانه ده .
  ده زياته کړه له شک پرته دافغانستان دولت به په دغو برخو او دغه راز په نورو برخو کې  هڅه او هاند وکړي خو دنړيوالو همکارانو په تيره بيا دملګروملتو په سازمان پورې داړوندو اداروهمکاري ځانګړي ارزښت لري .
په دې کتنه کې  دغه راز دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي پروګرام ددفتر نوي رييس په افغانستان کې ددغه دفتر دراتلوونکو پروګرامونو او دافغانستان له دولت سره دملاتړ په باره کې څرګنده کړه .
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي پروګرام دفتر به دحکومتوالۍ په تيره بيا دسيمه ئيزې حکومتوالى دپياوړتيا او دواليانو او ولسوالانو ددفترونو دپياوړتيا  اوپه کليو کې دخلکو درول او دکارکوونکو په تيره بيا  په سيمه ئيزو ادارو کې دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په برخه کې په راتلوونکو اوونيو کې دسيمه ئيزو  ارګانونوله خپلواکې ادارې سره دنږدې همکارۍ له لارې يوه طرحه برابره کړي .
ده دغه راز دافغانستان ددولت دنورو لومړيتوبونو په  برخو کې تيارى څرګند کړ او ويې ويل زموږ دفتر به په ټولوبرخوکې دافغانستان ددولت او په تيره بيا  دجمهوري رياست ددويم معاونيت ددفتر نږدې همکار وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته