کابل/ باختر/ د وږي٢٩مه :
بهرنیو چارو وزارت ته د اجرائیه ریاست د مکتوب په اړه مطبوعاتي اعلامیه
په دې وروستیو کې اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله په یوه مکتوب کې لیکلي د بهرنیو چارو وزارت د ارزونې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رئیس حکم دې چې د ټاکنیزو سیالیو په ورځو کې کمپاینې بڼه غوره کوي، وځنډول شي.
د افغانستان په اساسي قانون کې د جمهور رئیس صلاحیتونه په واضح ډول تسجیل شوي ، نو پر دې بنا هیڅ مرجع د جمهور رئیس د حکم د ځنډولو حق نه لري.
د جمهوري ریاست د ۲۴/۵/۱۳۹۸ نېټې د ۱۴۴۴ ګڼې حکم پر بنسټ به د بهرنیوچارو وزارت ارزونه اوتفتیش په همدې موخه د ګومارل شوي پلاوي له لوري دوام ومومي. پاى ذ