کابل / د مرغومي ٥مه / باختر :
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو درسنیو دفتر باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : د لغمان په الیشنګ کی د وسله والو طالبانو د یو نښه ویشتونکي په ګډون دری نور طالب جګړه ماران وژل شوی دي . د۲۰۱ سیلاب قول اردو لومړی پلی لوا د دوېيم کنډک قوماندانۍ منسوبانود لغمان په الیشنګ ولسوالی په داری نی سیمه کی په وسله والو طالبانو د يو کمین په نيولو سره بریدونه وکړل چی په پایله کی د یو تن لایزري نښه ویشتونکی په ګډون درې نور وسله وال طالبان وژل شوی دي. په دې نښته کې چاته زيان نه دى اوښتى. پاى ذ