امنیت

په کابل کې له یو امنیتي خصوصي شرکت څخه دلسګونو وسلو کشفول

کابل /دمرغومي ۱۸ / باختر
دکابل پولیسو سل وسلې په کابل کې له یو خصوصي امنیتي شرکت څخه کشف او ضبط کړل .
دکورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي باختر آژانس ته وویل :له جرمونوسره دمبارزې دپولیسو دمنسوبانو په دغو عملیاتو کې،۷۲ کلاشینکوفونه،۵پیکاماشینګڼې چې دیو خصوصي شرکت له خوا په کابل ښار کې په غیر قانوني ډول ساتل کېدل ، کشف اوضبط شول . تر اوسه پورې په دې اړوند څوک نه دي نیول شوي خو دپولیسو زیاتې څېړنې دوام لري .پای شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته