اقتصاد

د هرات د اقتصادي، ټولنيزې او دموګرافيکي سروې پيل

-کابل – باختر د کب دمياشتې ١٣
د هرات ولايت مسوولينو د اقتصادي، ټولنيزو او د موګرافيکي سروې د پيل خبر ورکوي.
د احصايې د مرکزي ادارې مسلکي مرستيال حسيب الله موحد وايي: دغه سروې د خلکو د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو په باب کيږي او په عملي کيدو سره يې د اقتصادي او ټولنيز ژوندانه په باب بېلابېل معلومات ترلاسه کيږي.
د احصايې د مرکزي ادارې مسلکي مرستيال زياته کړه: اقتصادي او دموګرافيکي سروې د اوسيدو، روغتيا، معلوليت، نفوس، ښوونې او روزنې او نورو برخو د حالت په باب د اطلاعاتو د راټولو په مقصد ترلاس لاندې نيول شوې ده.
موحدوويل: د دغې پروژې په تطبيق سره د هرات ولايت نږدې څلور زره تنه اوسيدونکي په پړاويز ډول له دوو څخه تر دريو مياشتو پورې کار ترلاسه کوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتو سازمان د وګرو د صندوق د نماينده ګۍ مرستيال (ويل فريد اوچاند) د هرات ولايت له سيمه ييزو مسوولينو او خلکو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له دوى سره مرسته او همکاري وکړي.
په همدې حال کې د هرات د بېلابېلو ناحيو د ګذر يو شمېر وکيلانو په دغه ولايت کې د اقتصادي، ټولنيزې او د موګرافيکي سروې د اجرا کولو په لاره کې خپل غوڅ او هر اړخيز ملاتړ اعلام کړ.
د احصايې د مرکزې ادارې د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: دغه سروې د دغې ادارې له خوا او د ملګرو ملتو سازمان د وګړو د صندوق په تخنيکي همکارۍ په هرات ولايت کې تطبيق کيږي.
د هرات ولايت د هيواد په کچه لسم ولايت دى چې اقتصادي، ټولنيزې او دموګرافيکي سروې پکې ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته