فرهنګ

د ښځودنړيوالې ورځې نمانځنه هغو ترخو ورځو اوشيبو ته يو فرصت دي چې ښځو تيري کړي دي بايد په دې باب فکر وشي .

دباختر اژانس سياسي مبصر ليکي .

  په مسلمه توګه ښځو په هيواد کې ترخې تاريخي ورځې او شيبې تيري کړي دي  په تير لنډ وخت کې دطالبانو دواکمني په دوران کې ښځي په خپلو کورونوکې کلابندي  شوي او ښوونځي دورتګ ، زده کړي  اوپه اداروکې دکار حق يې له لاسه ورکړي و  او هغه ښځې چې دمجبوريت اوبي وزلي له مخې هم له کورونو څخه وتلي بايد دشريعت مدارانو له خوا متروکو سترګي په لاره وي چې دښځو په باب يې  له اسلام او دهغو له ارشاداتو  څخه غلط باورونه  لرل .

  له هغه وروسته چې په هيواد کې دلنډ مهالي اداري په جوړيدوسره ددموکراسي او د مدني ټولنې دمولفو زنګ وکړنګول  شو او دتروريستانو ځالې د نړيوالي ټولني په مرستي اوهمکاري سره دړي وړي شوي  ښځو دملا عمر او دنورو  تورزړو اوچت ډيوالونه دړي وړي کړل  ، ښوونځيو او د لوړو زده کړوموسسو او ادارو ته يې مخه وکړه او په هيواد کې دبيا جوړولو او دسياسي مديريت مخ په ودي بهير کې يې ونډه واخيسته .

 دهيواد په ستره ملي وثيقه  ،  اساسي قانون کې  د ښځومقام له نارينه و  سره برابر ليکل شوي دي اوښځو په تاريخ کې دلومړي ځل لپاره آن  د جمهوري رياست مقام  خپلي کانديداني   وموندلي په پارلماني انتخاباتو  دښځو پراخ  شتون اودملت په کور  کې دزياتو څوکېوترلاسه کول ددي زيري  ورکاوه چې نور ښځي هغه افراد نه دي چې له اسلام  څخه په ناوړه تعبير  سره دکورونو په څلورو ديوالونوکې بند پاتي شي .

 ښځو کابينې ته لاره  وموندله او دنظام له خوا څو څوکۍ ښځوته بيل کړي  شوي او دلومړي ځل لپاره دښځو دچارووزارت په نامه يو وزارت جوړ شو . دهيواد په سياسي ، ټولنيزو  فرهنګي او اقتصادي مسئلو کې دښځو دپراخ ګډون په مقصد دزميني دبرابرولو لپاره دنظام له هڅو اوهاند سره سره بايد هير نه کړو .

  هغه بې لاري کوونکې هلې ځلې چې دمتحجري  مفکوري بنسټ لري موجودي دي . چې  ددموکراسي ، مدني ټولنې ، زده کړي او دکار په بهير کې  دښځو په رغنده رول باندې سيوري وکړي او له  ښځې سره دنبي کريم ( ص)  دلارښوونو پرخلاف عمل وکړي .

  په هر صورت په عملي شويو اقداماتو او ارزښتونو ډډي لګول  ناخوالې هيروي لاتراوسه  پوري چې  دکار پيل دي تاوتريخوالې  قبيلوي  دردونه ، په بدو کې ورکول  او دښځو په وړاندې په لسګونو نوري ناخوالې دستونزي  په توګه شتون لري چې بايد وڅيړ ل شي  او حل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته