امنیت

څلور پاکستاني ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل / دتلې ٩مه / باختر :
دملي امنيت لوى رياست په خوست کې دڅلوروپاکستاني ډار اچوونکو دوژلو خبرورکړى دى .
دغه کسان دخاصو قطعاتو منسوبانو وژلي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي امنيت  رياست په دې اړوند ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي  دپاکستاني ډار اچوونکو څلور کسيزه شبکه دډيورنډ  دفرضي کرښې له اخوا څخه دخوست  دتڼيو ولسوالۍ ته رسېدلې وه او غوښتل  يې  چې ډار اچوونکي بريدونه وکړي چې دخاصو قطعاتو له منسوبانو سره په نښته کې ووژل شول او هم دهغوى درې کلاشينکوفونه ، يوه مخابره او يوموټر دخاصو قطعاتو  افرادو لاس ته ورغلي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته