ټولنه

د زرملې ولسوالۍ پر دوو اداري واحدونو ووېشل شوه

ګردیز باختر د لیندۍ د میاشتې ۱۴ مه
د پکتيا ولایت د زرملې ولسوالۍ په دوو بېلا بېلو اداري واحدونو ووېشل شوه.
د هېواد د جمهور رېیس له ژمنې سره سم، د زرملې ولسوالۍ په دوو بېلا بېلو اداري واحدونو ووېشل شوه.
د پکتيا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې د زرملې مېشتو ولسونو ستونزو ته په  خپل وخت سره د لاسرسي په موخه ياده ولسوالۍ په دوو اداري واحدونو ووېشل شوه.
د يادونې وړ ده چې د زرملې ولسوالۍ په دوو اداري واحدونو وېشل کېدل د هېواد د جمهور رېیس هغه ژمنه وه، چې د پکتيا ولایت پر امنيې قومندانۍ له بريد څخه وروسته يې له پکتياوالو سره کړې وه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته