ورزش

د افغانستان د کرکټ بورډ د رهبرۍ پلاوي غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٨مه
د افغانستان کرکټ بورډ د رهبرۍ پلاوي غونډه پرون د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
د  ماليې وزارت د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د کور او ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د کرکټ بورډ ادارې رئیس عاطف مشعل، د چارو ادارې د عامه اړیکو مرستیال فریدون الهام، د الکوزي ګروپ او د افغانستان یومف سویس پوهتنون استازو ګډون کړی وو، د کرکټ بورډ د اساسنامې په تصویبېدو او تشکیلاتو، د اصلاحاتو په راوستو، په راتلونکې کې په داخل او بهر کې د شپږیزې او د افغانستان غوره لیګ (APL) سیالیو په تر سره کېدو، مالي امکاناتو، په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې د کرکټ د لوبغالو په جوړېدو، د کرکټ لپاره د ځانګړي صندوق په تصویبېدو او یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وشوې او د لا پرمختګ په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د غونډې په پای کې اړوندو مسؤلینوته دنده وسپارل شوه چې د دغو مسایلو په اړه په راتلونکي غونډه کې لازمې طرحې او پلانونه وړاندې کړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته