فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : ځوانان دې بايددملي وحدت په تامينولو کې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن په هغه کنفرانس کې  چې په ملي وحدت کې دعلمي اواکادميکي  ځوانانو درول تر عنوان لاندې  جوړ شوى و  له ځوانانو څخه وغوښتل چې بايددملي وحدت په تامينولو کې  کارنده ونډه واخلي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه کنفرانس دپکتيکا دځوانانو دمتحدې شورا له خوا او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت په همکارۍ ديوشمير دولتي چارواکو او ځوانانو په ګډون جوړ شو .
ددغه کنفرانس  په پيل کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست   څرګنده کړه چې ځوانان دې بايد له خپلو امکاناتو څخه په استفادې سره دملي وحدت په تامينولو کې  په ډله ئيز  او انفرادي  ډول هڅه او هاند وکړي او په دې  کار کې کارنده  رول ولوبوي .
  ده دغه راز له ځوانانو  څخه وغوښتل چې په هېواد کې داوسني حالت په پام کې نيولوسره   له هرې ممکنې لارې يوبل ته لاسونه ورکړي   او په هېواد کې ملي وحدت تامين کړي او ځوانان رسالت لري چې په هېواد کې دسولې او ټيکاو دتامينولو  په خاطر پرله پسې  هلې ځلې وکړي .
دغه راز په دې کنفرانس کې دپکتيکا دځوانانو دمتحدې شورا رييس انجنير شير احمد فيضي  خبرې وکړې او ويې ويل چې ځوانان اوس په نازکوسياسي شرايطوکې دي اوپه هېواد کې دسولې دتينګښت لپاره بايد نوروته سترګې په لاره  ونه اوسي .
  ده زياته کړه چې سوله دافغانستان دخلکو جدي اړتيا او حق دى اوبايد له هرې ممکنې لارې دغې موخې ته درسيدو لپاره هراړخيزې هلې ځلې وشي .
دغه راز په دې کنفرانس کې يوشمير وينا والو په هېواد کې دسولې او ثبات  دتينګښت  او دملي وحدت په تامينولو کې دځوانانو درول په اړوند خبرې وکړې او دهېواد له ټولو ځوانانو څخه يې  وغوښتل چې په هېواد کې دسراسري سولې او امنيت دټينګښت په لاره کې بايد په يو والي او ملي وحدت سره هڅه او هاند وکړي .
په همدې  ترتيب يوشمير   ځوانانو خپلې مقالې چې دسولې دټينګښت  او دسولې په تامينولو کې دځوانانو درول په اړوند ليکلي وې ولوستلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته