ټولنه

د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
په بغلان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله درې ته ووژل شول او  څه ناڅه
نهه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه پرون ناوخته د پلخمري _ دوشي په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوه ګړندي موټرونه ټکر وکړ.
د بغلان ولايت د ترافيکو د تنظيم آمر عبدالرازق د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د يوې ميرمنې په ګډون درې تنه ووژل شول او د اتو تنو ښځو په  ګډون نهه تنه نور ټپيان شول.
ده  د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب د دغې پيښې اصلي عامل وباله.
په همدې حال کې د بغلان ولايت د عامې روغتيا د رياست يو تن چارواکى ډاکتر شاه محمدهوفياني د دوو ټپي ميرمنو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته