ټولنه

دتالقانو ښاروالۍ دخوراکي توکو دګران پلورنې مخه ونيوله .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دتخار ولايت پوليسو  دتالقانو ښاروالۍ په همکارۍ په تالقانوښار کې ددوکاندارانو دګران پلورنې مخه ونيوله .
دغه نوښت دتخار دوالي محمد ياسين ضيا دپاملرنې له امله ترسره شوي دي .
دتخار والي خبر دارى ورکړ له هغو دوکاندارانو سره چې دروژې په مبارکه مياشت کې خوراکي توکي او نور لګښتي مالونه له ټاکلي بيې څخه ګران پلوري قانوني چلند کيږي او دسرغړونې په صورت کې دقانون منګولو ته سپاري .
دتخار والي چې په خپله هم ددوکانونو په دې څيړنه کې برخه لرله  مشتريانو ته دتوکو دوړاندې کولو د بيې بهير وکوت او دولايت په مقام کې ديوې غونډې  په  ترڅ کې دښار داصلاح دکميسيون او دښاروالۍ  او دامنيتي  مقاماتو له استازو سره په کتنه کې يې له هغوى څخه وغوښتل چې دښاروالۍ له خوا له ټاکلي  بيې سره سم خوراکي توکي او لګښتي مالونه وړاندې کړي له دې پرته مسووليت ستاسي په غاړه  دى او تاسې دنده لري چې دڅيړنې  هئيتان  په هغو ځايونو کې چې خوراکي توکي پلورل کيږي موظف کړي .
د تخار والي  ټينګار وکړ :هغو دوکاندارانو ته چې خوراکي توکي په لوړه بيه پلوري توصيه وشي او دسرغړونې په صورت کې دې نغدي جريمه شي او که چيرې بيا هم په دغه شان عمل لاس پورې کړي  څارنوالۍ ته به معرفي شي .
ده دښار داصلاح دکميسيون او دتالقانو  ښاروالۍ له استازو څخه وغوښتل چې په دې کار کې دې زياتې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته