ټولنه

دوه روغتيايي مرکزونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

کابل/د مرغومي۳ مه/ باختر
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د څېړنې او تطبيق رياست دوه روغتيايي مرکزونه چې په غير قانوني ډول يې فعاليت کاوه؛ پرون وتړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د څېړنې او تطبيق رييس ډاکتر خالد احدي وويل: دغه رياست په کابل ښارکې په پرله پسې هلوځلو سره په دويمې او څلورمې ناحيوکې څېړنه وکړه چې په باغ بالا ساحه کې د مسلم په نامه د غاښونو يو کلينيک په خپلسر د غير مسلکي شخص له خوا فعاليت درلود چې وتړل شو.
هغه زياته کړه چې د روغتيايي قوانينو د څېړنې او تطبيق رياست د نوي سيټي په نامه يو کلينيک هم تړلى دى.
ډاکټر احدي زياته کړه: په کابل ښارکې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو پر حالت څېړنه دوام لري او دغه تړل شوي مرکزونه به تر هغه وخته پورې چې ناروغانو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه ونه کړي؛ تړلي پاتې شي.
ختم-ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته