سیاست

د لوګر والي د اذرې د خلکو په غونډه کې ګډون وکړ

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
د لوګر والي نيازمحمداميري پرون ددغه ولايت د اذرې ولسوالۍ د خلکو په غونډه کې ګدون وکړ او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د وري دمياشتې د شپاړلسمې نيټې په انتخاباتوکې په پراخه توګه ګډون وکړي .
دباختر آژانس سيمه ييز خبريال خبر راکړ: د لوګر والي ددغې غونډې برخه والو ته په خطاب کې وويل: د افغانستان خلک د يوې بلې سترې آزموينې په درشل کې دي او ستاسو مسووليت دى چې د افغانستان د عيني واقعيتونو په پوهيدو سره هغو کسانو ته رايه ورکړئ چې د اسلامي ارزښتنونو، د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا او هم د يو نيم مليون تنو شهيدانو د وينې درناوي وکړي.
ده له خلکو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو په توطيو ونه غوليږي او د هيواد د راتلوونکى مشر د ټاکنې لپاره دې په انتخاباتوکې ګډون وکړي.
په دې کتنه کې د لوګر له والي نيازمحمد اميرې سره دکورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو لوى رييس پاسوال علي شاه احمدزي، د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکترعبدالولي وکيل او ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال سمونوال عبدالولي توپان ملګرتيا کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته