کابل باختر د تلې نهه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ په نويو نښتو کې ددوو ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وګړي شهيدان او څه ناڅه څلور تنه نور ټپيان شول .
په دغو نښتو کې دولس تنه داعشيان او څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه نهه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
جګړه پرون ناوخته دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې په ښکاره په يوبل دواکمنۍ غوښتنې پرسر ونښته او تر نن سهار پورې يې دوام درلود .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې ددوو ماشومانوپه ګډون اته تنه ملکي وګړي شهيدان اوڅلور تنه نور ټپيان شول .
ده په دې نښته کې ددولسو تنو داعشيانو او دڅوارلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل تاييد کړل چې په دې نښته کې نهه تنه نور ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم