امنیت

دطالبانو دډلې يو قوماندان په لوګر کې ونيول شو

کابل باختر د وري  يوويشتمه :
دوسله والو طالبانو  يو مشهور قوماندان تيره شپه په لوګر ولايت کې  دپوليسو  دځانګړو قطعاتودځواکونو په عملياتو کې ونيول شو .
  دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو  يو مشهور قوماندان  ملا جميل دپوليسو دځانګړو قطعاتو  ځواکونو په عملياتو کې دلوګر ولايت له مرکز څخه ونيول شو .
ملا جميل دکابل او دلوګر په ولايتونوکې  دسياسي شخصيتونو او دلوړرتبه دولتي مقاماتو په ترور ، دتروريستي فعاليتونو په ترسره کولو او دځانمرګو بريدونو په سازمان ورکولو کې فعال رول درلود
ختم _  ج _ اکرم
.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته