کابل/ د مرغومي ۱۰مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د ناروې له مېشت سفیر اوله انډریس لینډمن سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د سولې په برخه کې د همکارۍ او په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروي د داخلېدو په هکله خبرې وکړې.
د ناروې سفیر لینډمن وویل چې په افغانستان کې یې خپل امنیتي حضور ۲۰۲۱ کال ته غځولی دی.